له نیوکو او اندېښنو سره سره طالبانو په کندهار کې ۱۲ کسان په درو وهلي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کندهار ولایت موقعیت

د بشري سازمانونو له نیوکو او اندېښنو سره سره د طالبانو د کندهار ولایت ابتدایه محکمې ۱۲ کسان په عام محضر کې په درو وهلي دي.

د طالبانو د کندهار د والي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه کسان د سه شنبې په ورځ د دوی په ټکو د غلا، زنا او لواطت په تور وهل شوي دي.

طالبانو تېره اوونۍ په سرپل کې هم د څو مېرمنو په ګډون ۶۳ تنه په ورته تورونو په درو ووهل چې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یوناما او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورتر ریچارډ بینېټ غبرګونونه یې وپارول.

یوناما په عام محضر کې د درو وهلو پېښې وغندلې او د هغو ژمنو خلاف یې وبللې چې افغانستان د شکنجې د مخینوي په هدف کړي دي.