امریکا د القاعده د لوړپوړي غړي "حمزه الغامدي" پر سر پنځه میلیونه ډالره جایزه اعلان کړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د القاعده شبکې د یوه لوړپوړي غړي حمزه الغامدي پر سر پنځه میلیونه ډالره جایزه اعلان کړې ده.

دغه وزارت پرون سه شنبه په یوه بیان کې د القاعده د دغه مشر بشپړ نوم حمزه صالح بن سعید الغامدي یاد کړی او عمر یې هم شاوخوا ۶۰ کاله ښودل شوی دی.

د دغه وزارت د عدالت لپاره د جایزو څانګې د القاعده د دغه سعودي تبعه احتمالي موقعیتونه د افغانستان پلازمېنه کابل، د ننګرهار توره بوره او سعودي عربستان یاد کړي دي.

دوی ویلي چې الغامدي د القاعده شبکې د بنسټ ایښودونکي اسامه بن لادن یو تر ټولو باوري ملګری و او هغه له بن لادن سره یوځای افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد له سرو لښکرو سره هم جګړه کړې ده.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا څلور میاشتې وړاندې ویلي وو چې القاعده شبکې په افغانستان کې اته روزنیز مرکزونه جوړ کړي او د دې شبکې لوړپوړي چارواکي لا هم په دغه هېواد کې حضور لري.

طالبانو تر دې وړاندې دغه ډول راپورونه په کلکه رد کړي او ویلې یې دي، د القاعده هیڅ غړی په افغانستان کې نه‌شته.

د امریکا لانګ وار ژورنال ورځپاڼې تازه د القاعده شبکې د اوسني مشر سیف العدل په حواله ویلي چې خپل ملګري یې هڅولي چې د پوځي زده کړو لپاره افغانستان ته ولاړ شي.