د عربستان چارواکي: تر اوسه شاوخوا یونیم میلیون مسلمانان مکې ته رسېدلي

د بیت الله شریف یوه څنډه

د سعودي عربستان چارواکي وايي، تر نننۍ ورځې پورې شاوخوا یونیم میلیون مسلمانان د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه مکې ښار ته رسېدلي او په پام کې ده چې راروانه اوونۍ به د حج په کلنیو مراسمو کې برخه واخلي.

د سعودي عربستان د حج مسوولو چارواکو نن وویل چې سلګونه زره نور کسان به هم د جمعې تر ورځې پورې چې د حج مراسم پیلېږي دې هېواد ته ورسېږي.

په دوی کې به له سعودي عربستان څخه هم یو شمېر خلک شامل وي.

تمه ده سږ کال د حچ په مراسمو کې د ګډونوالو شمېر د تېر کال پرتله زیات وي.

په ۲۰۲۳م کال کې ۱،۸ میلیون مسلمانانو په دې مراسمو کې ګډون کړی وو.