په پروان کې د نړیوال بانک په همکارۍ د اوبو رسولو څو شبکې جوړېږي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د پروان ولایت موقعیت

د اوبو رسولو د څو شبکو په جوړېدو سره به په پروان کې دوه زره کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.

باختر دولتي آژانس چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، د پروان ولايت د کليو د بيا جوړولو او پراختيا د رييس عبدالصمد صادق له قوله خبر ورکړى چې دغه شبکې به د شيخ علي، کوه صافي، جبل السراج او سیاه ګرد ولسوالیو کې د نړیوال بانک په همکارۍ جوړې شي.

خبر زیاتوي چې دغه ولسوالۍ د وچکالۍ له سخت خطر سره مخ دي او دا شبکې د اوبو د کمښت د مخنیوي په هدف جوړېږي.

په ګڼو ولایتونو کې وروستیو سېلابونو د ځاني زیانونو تر څنګ د اوبو سرچینې او د اوبو رسولو شبکې هم زیانمنې کړې دي.

ملګري ملتونه وايي، افغانستان د نړۍ یو له هغو لسو هېوادونو څخه دی چې د اقلیم د بدلون له امله زیانمنونکي دي.

یونېسف بیا په ځینو سېلاب ځپلو سیمو کې په ټانکرونو کې خلکو ته د څښاک پاکې اوبه رسوي.