طالبان: په اختر کې د تبه لرونکو او شکمنو څارویو له ذبح کولو دې ډډه وشي

ارشیف

د لوی اختر په مناسبت، د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت خلکو ته لارښوونه کوي چې د کانګو تبې یا د وینې د تبې د خپرېدو په صورت کې د تبه لرونکي او شکمنو څارویو له ذبح کولو څخه ډډه وکړي.

د دغه وزارت ویاند ډاکتر شرافت زمان وايي، د ۲۰۲۴ میلادي کال له پیله تر اوسه په تېرو پنځو میاشتو کې د دغې ناروغۍ شاوخوا ۲۰۳ پېښې ثبت شوي چې له امله یې شپږ تنه مړه شوي دي.

زمان زیاتوي چې سږ کال د تېر کال د دوو لومړیو میاشتو په نسبت د کانګو د ناروغۍ پېښې ۳۸ فیصده زیاتې شوي دي.

هغه زياته کړه چې تېر کال په هېواد کې د کانګو ناروغۍ ١٢۴۴ پېښې ثبت شوې چې له ډلې يې شاوخوا سل تنه مړه شوي دي.

د کانګو تبې پېښې زیاتره په دوبي کې او د لوی اختر په ورځو کې د څارویو د ذبحې پر مهال زیاتېږي.