سیمې ته د بلېنکن اتم سفر؛ له مصري او اسراییلي چارواکو سره لیده کاته کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن نن له مصر او اسراییل څخه کتنه ترسره کړي.

دغه کتنه په داسې حساس وخت کې ترسره کېږي چې واشنګټن پر حماس چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني او اسراییل فشارونه زیات کړي څو دواړه لوري په غزه کې اوربند ته غاړه کېږدي.

دا په اتو میاشتو کې له کله چې حماس پر اسراییل برید کړی او اسراییل یې هم په ځواب کې په غزه کې پراخه جګړه پیل کړې، سیمې ته د بلېنکن اتم سفر دی.

بلېنکن به قاهرې ته په سفر کې نن د دې هېواد له ولسمشرعبدالفتاح السیسي سره وګوري او له هغې وروسته به اسراییل ته ولاړ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بیان له مخې بلېنکن به د اسراییل له صدراعظم بینامین نتنیاهو او دفاع له وزیر یواو ګالانت سره وګوري.

په پام کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دې سفر په ترڅ کې روانه اوونۍ اردن او قطر ته هم ولاړ شي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د مې په ۳۱ په غزه کې د اوربند لپاره یوه طرحه اعلان کړه چې په درې پړاوونو کې به عملي کېږي.

د دغه وړاندیز له مخې به اسراییل په بشپړه توګه په غزه کې جګړه بندوي، د حماس له لوري د برمته‌وو د خوشې کېدو په بدل کې به د اسراییل له زندانونو فلسطیني بندیان خوشې کېږي او په غزه کې به د بیارغونې چارې پیلېږي.