د فرانسې ولسمشر د اروپایي پارلمان په ټاکنو کې له ماتې وروسته د خپل هېواد پارلمان لغوه کړ

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د اروپایي پارلمان په ټاکنو کې د مارین لوپین ښي اړخي افراطي ګوند په وړاندې له ماتې وروسته د خپل هېواد پارلمان لغوه کړ.

مکرون له دې اقدام سره د یکشنبې په ورځ په فرانسه کې د له وخته مخکې ټاکنو خبر ورکړ.

هغه وویل چې د فرانسې د ملي مجلس د ټاکنو لومړی پړاو د همدې جون میاشتې په دېرشمه او دویم پړاو یې د جولای په اوومه نېټه ترسره کېږي.

د رایه ورکوونکو د یوې نظر پوښتنې له مخې د مارین لوپین په مشرۍ "د ملي اجتماع" ښي اړخي افراطي ګوند د اروپایي پارلمان په ټاکنو کې ۳۲ فیصده رایې ګټلي او د مکرون ګوند یوازې ۱۵ فیصده ترلاسه کړې دي.

د اروپا د پارلمان ټاکنې د جون د شپږمې او نهمې نېټې ترمنځ ترسره شوې.

د یکشنبې په ورځ د ټاکنو په وروستۍ ورځ د جرمني، فرانسې او اسپانیې په ګډون د اروپا په ۲۱ هېوادونو کې شاوخوا ۳۶۰ میلیونه کسانو خپلې رایې وکارولې.