طالبان: ازبکستان په بېلابېلو برخو کې د لیسانس د کچې ۵۰ تحصیلي بورسونه ورکوي

د ازبکستان بیرغ

د طالبانو تر کنټرول لاندې یوې رسنۍ خبر ورکړی چې په کابل کې د ازبکستان سفیر ویلي چې هېواد به یې افغانستان ته په بېلابېلو برخو کې د لیسانس د کچې پنځوس تحصیلي بورسونه ورکړي.

باختر آژانس پرون یکشنبه پر خپله ایکس شبکې یا پخواني ټويټر ليکلي چې د ازبکستان سفير د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له علمي مرستيال لطف الله خيرخواه سره په کتنه کې د دغو بورسونو او له افغانستان سره د دوه اړخيزو علمي همکاريو ژمنه کړې ده.

په کابل کې د ازبکستان سفارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

باختر اژانس زياته کړه چې اوسمهال په ازبکستان کې ۴٣ تنه افغان محصلين په زده کړو بوخت دي.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته نجونې زده کوونکي ښوونځيو ته له تلو منع دي او د هغوی پوهنتونونه هم بند دي.

بل لورته د ۱۴۰۳ کال د کانکور د ازموینې لومړی پړاو په ۱۶ ولایتونو کې د تېرې پنجشنبې په ورځ د نجونو له حضور پرته پیل شو.