ویسټ له ازبکستاني چارواکو سره د افغانستان په تړاو لیده کاته کړي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویسټ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ له ازبکستاني چارواکو سره د لیدنې خبر ورکړی دی.

ویسټ پرون جون ۹مه د ایکس شبکې له لارې په یوه بیان کې وویل چې هغه د ازبکستان د ملي امنیت د شورا له مرستیال عبدالعزیز کامیلوف او د افغانستان لپاره د ازبکستان له ځانګړي استازي عصمت‌الله ارګاشوف سره د افغانستان د راتلونکو لارو په اړه خبرې وکړې.

د توماس ویسټ په وینا، دا لیدنه په واشنګټن کې وشوه او په افغانستان کې د امریکا او ازبکستان پر ګډو ګټو هم خبرې وشوې.

دا غونډه د افغانستان په اړه د دوحې د درېیمې ناستې په نږدې کېدو سره شوې ده.

تمه ده د افغانستان لپاره د بېلابېلو هېوادونو ځانګړي استازي د قطر پلازمېنه دوحه کې سره د روانې جون میاشتې په وروستیو کې غونډه وکړي.