د روسیې د کنګل شویو شتمنیو د استفادې په تړاو د بایډن او مکرون سلا کېدل

د عکس ښي لور ته د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون او چپ لور ته د هغه امریکايي سیال جوبایډن د روغبړ پر مهال

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي چې دی او فرانسوي سیال یې ایمانویل مکرون له اوکراین سره د مرستې لپاره د روسیې د کنګل شوو شتمنیو له درکه د ترلاسه شوې ګټې څخه استفادې په اړه سلا ته ورسېدل.

بایډن دغه څرګندونې پرون جون ۹مه وکړې، خو نور جزییات یې ورنه کړل.

په ورته وخت کې د اوو هېوادونو ډله او اروپايي ټولنه په دې غور کوي چې اوکراین ته د روسیې له کنګل شویو شتمنیو څخه ترلاسه شوې ګټې څنګه وکاروي.

د روسیې د مرکزي بانک شاوخوا ۲۸۱ میلیارده ډالره پانګه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې کنګل شوې ده چې ډېره برخه یې په اروپايي ټولنه کې ده.

دا پانګه په کال کې شاوخوا درې میلیارد او اته سوه میلیونه ډالره ډالر ګټه کوي.