د اروپايي پارلمان د ۷۲۰ استازو ټاکلو لپاره رایه اچونه پیل شوې

د اروپايي پارلمان د استازو ټاکلو لپاره د رایې اچونې له بهیره یو انځور

نن یکشنبې د اروپا د پارلمان د انتخاباتو په څلورمه او وروستۍ ورځ د ۲۱ اروپايي هېوادونو وګړي د خپلو ۷۲۰ استازو د ټاکلو لپاره رايې اچوي.

د اروپايي اتحادیې شاوخوا ۳۶۰ میلیون اتباع د رایې ورکولو په شرایطو برابر دي.

په دغو هېوادونو کې نن سهار وختي د رای ورکولو بهیر پیل شوی دی.

ایټالیا وروستی هېواد دی چې د رای ورکولو مرکزونه به یې د شپې په یوولس بجې بند شي.

د اروپايي ټولنې په شپږو هېوادونو؛ چک جمهوریت، آیرلنډ، لاتویا، مالټا، هالنډ او سلواکیا په رایه اچونه پای ته رسېدلې ده.