قمي: په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړولو اړوندې سپارښتنې د لاسوهنې په معنا نه دي

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمی قمي

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی وايي، په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړولو اړوندې سپارښتنې د دې هېواد په کورنیو چارو کې د لاسوهنې په معنا نه دي.

حسن کاظمی قمي دا څرګندونې پرون شنبې په تهران کې په یوه خبري غونډه کې وکړې.

هغه وویل:: "څرنګه چې په افغانستان کې د بحران او ننګونو کچه درنه ده، نو دې ته اړتیا شته چې د هېواد له ملي ظرفیتونو څخه او ورسره د سیمې د دولتونو له نېکو همکاریو ګټه پورته کړي. دا د لاسوهنې معنا نه لري بلکې یو وړاندیز او د خیر، ښېګڼې مشوره ده."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې تهران پرون د افغانستان په اړه د سیمه‌ییز تماس د غونډې کوربه و.

په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د چین، روسیې، پاکستان او ایران ځانګړو استازو ګډون درلود، خو د طالبانو حکومت که څه هم بلنه ورکړل شوې وه، په دې غونډه کې ګډون نه و، کړی.

د افغانستان په اړه د سیمه‌ییز تماس لومړۍ غونډه د همدې هېوادو د استازو په ګډون تېر کال په کابل کې جوړه شوې وه.