عربستان ته د افغان زیارت کوونکو د لېږد بهیر بشپړ شو

له افغانستانه د حج د زیارت کوونکو یو انځور چې عربستان ته روان دي.

سعودي عربستان ته د افغان زیارت کوونکو د لېږد بهیر پرون د کندهار له نړیوال هوايي ډګر څخه د ۸۱۴۱ حاجیانو له تلو سره بشپړ شو.

سږ کال سعودي عربستان افغانستان ته د دېرش زره حاجیانو سهمیه ورکړې وه، خو چارواکو د حکومت د سهمیې په اړه جزییات نه دي ورکړي.

د طالبانو د حکومت سترې محکمې پرون اعلان وکړ چې د بلې اونۍ دوشنبې ورځ د غبرګولي ۲۸مه نېټه به د لوی اختر لومړۍ ورځ وي.