امنیتي ځواکونو په مکه کې د حج سلګونه زره ناراجستر زیارت کوونکي راټول کړي

بیت الله شریف یوه څنډه

سعودي عربستان پرون وویل چې امنیتي ځواکونو یې د حج مراسمو په درشل کې له مکې مکرمې د حج په سلګونو زره ناراجستر زیارت کوونکي راټول کړي دي.

ټاکل شوې د حج اصلي مراسم راروانه جمعه پیل شي.

د حج پر مهال د ګڼه ګوڼې تنظیمول له عمده ستونزو ګڼل کېږي، ځکه هر کال په سلګونه زره کسان په دغو مراسمو کې برخه اخلي، تېر کال د ورغلو حاجیانو شمېر ۱ اعشاریه ۸ میلیونه و.

په هغو کسانو کې چې له مسجد الحرام لیرې کړای شوي، یولک او ۵۳زره ۹۹۸ بهرنیان هم شامل دي چې په سیاحتي ویزو عربستان ته تللي وو او د حج ویزې یې نه وې.

د سعودي عربستان دولتي اژانس سعودي پریس خبر ورکړی چې د سعودي چارواکو یولک ۷۱زره ۵۸۷ نور ځايي کسان هم راټول کړي چې د مکې مکرمې اوسېدونکي نه وو او د حج اسناد یې نه درلودل.