بایډن په غزه کې د څلورو برمته‌شویو اسراییلیانو خوشې کېدو ته غبرګون وښود

د عکس ښي لور ته د امریکا ولسمشر جوبایډن او چپ لور ته د هغه فرانسوی سیال ایمانویل مکرون

د امریکا ولسمشر د اسراییل د هغه اعلان په اړه چې وايي، ځواکونو یې د غزې په تړانګه کې څلور تنه اسراییلي برمته ژوندي ژغورلي دي غبرګون وښود.

جوبایډن پرون په پاریس کې په داسې حال کې چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون یې ترڅنګ و، خبریالانو ته وویل: "تر څو چې ټول یرغمل خپلو کورونو ته ستانه نه شي او اوربند ونه شي موږ به خپلې هڅې ونه دروو او دا خبره ډېره اړینه ده."

د تېر کال د اکټوبر په اوومه د اسراییل پر قلمرو د حماس ډلې د برید په نتیجه کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۴۰ نور برمته شول. له دې وروسته اسراییلو د غزې په تړانګه کې حملې پیل کړې.

د غزې د روغتیا وزارت چې حماس ډله یې اداره کوي ویلي دي چې تراوسه په دې حملو کې له ۳۶ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي او ۸۳ زره نور ټپيان دي.

امریکا او اروپايي ټولنه حماس د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني.