اسراییلي پوځ د څلورو یرغمل شويو کسانو د خوشې په هدف عملیات کړي

په غزه کې د اسراییلي پوځ له لوري خوشې شوي یرغمل کسان

د اسراییل پوځ وايي، د دوی سلګونو پوځیانو، په داسې حال کې چې د حماس له خوا ورباندې ډزې روانې وې، په غزه کې په ژوندي ډول د څلورو یرغمل شویو د ژغورنې لپاره ځانګړي عملیات وکړل.

د امریکا متحد ایالتونه اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

د اسراییل د پوځ ویاند دانیل هګاري نن په یوه تلوېزیوني کنفرانس وویل، دغه عملیات له څو اوونیو پلان شوي وو او په جریان کې یې یو پولیس سخت ټپي شوی هم دی.

هګاري ویلي، د غزې تړانګې په مرکزي برخه النصیرات کې دغه یرغمل شوي کسان په دوو کورونو کې ساتل کېدل.

بلخوا د حماس ډلې یوه چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی له رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې دغه عملیات کم اهمیته وښودل او ویې ویل تر نهو میاشتو وروسته د څلورو یرغمل شویو کسانو ژغورل د ناکامۍ نښه ده.