د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې د اورښتونو، سېلابونو، تالندې برښنا او بادونو اټکل شوی

ارشیف: په لغمان کې د راوتلو سېلابونو یو انځور

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې نن شنبه هم د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې د اورښتونو، سېلاب، تالندې برښنا او بادونو اټکل کړی دی.

دغې ادارې په یوه اطلاعیه کې ویلي، د سالنګونو په ګډون به په بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، میدان وردګ، بامیان، ډایکنډي، غزني، لوګر، ننګرهار، پکتیا او خوست کې د اورښتونو اندازه له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو پورې وي.

دغې ادارې په خپله اطلاعیه کې ویلي چې په لوېدیځو او جنوب لوېدیځو ولایتونو کې د بادونو، دوړو او خارو د پېښېدو اټکل هم شته، چې د بادونو سرعت به په یوه ساعت کې له ۵۰ تر ۷۰ کیلومتره وي.

د غويي یا ثور له ۲۱مې د افغانستان ختیځ، شمال ختیځ، شمال او لوېدیځ ولایتونه تر سختو اورښتونو وروسته د درنو سېلابونو بهېدلو شاهدان وو، چې د سلګونو کسانو د مرګ‌ژوبلې تر څنګ یې خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.