زیلینسکي: د اروپا ټوله نیمه وچه له ګواښ سره مخامخ شوې

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي وویل، پر اوکراین د روسیې له برید سره د اروپا ټوله نیمه وچه له ګواښ سره مخامخ شوې ده.

زیلینسکي نن په فرانسه کې دا هم وویل چې دوی په داسې وخت کې ژوند کوي چې په اروپا کې سوله نه شته.

د اوکراین ولسمشر دا خبرې نن د امریکا د متحد ایالتونو له ولسمشر سره تر لیدو مخکې وکړې.