د اسراییل صدراعظم د جولای په ۲۴مه د امریکا د کانګرس ګډې غونډې ته وینا کوي

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

تمه کېږي چې د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د جولای په ۲۴مه د کانګرس ګډې غونډې ته وینا وکړي.

په غزه کې د روانې جګړې پر مهال داسې اټکل کېږي چې دا به خورا مهمه وینا وي.

کانګرس تېره اوونۍ رسماً موافقه کړې وه چې نتنیاهو متحد ایالتونو ته ورشي او کانګرس ته وینا وکړي، خو پرون ناوخته یې د هغه د وینا نېټه وټاکله.