مکرون: فرانسه اوکراین ته میراج جنګي الوتکې ورکوي

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون وايي، اوکراین ته به میراج جنګي الوتکې ورکړي چې له دغه هېواد سره د روسیې د تېري پر وړاندې دفاع وکړي.

مکرون د جون په شپږمه د فرانسې دولتي تلوېزیون ته وویل له اوکراین سره نوې همکاري به د جمعې په ورځ د جون په اوومه اعلان شي.

د هغه په خبره، په دې همکاریو کې پر اوکراین د فرانسې په لاس جوړه شوې د ۲۰۰۵م کال میراج جنګي الوتکې پلور شامل دی چې له دې هېواد سره به مرسته وکړي څو د روسیې د بریدونو پر وړاندې د خپلې خاورې او فضايي قلمرو دفاع وکړي.

د مکرون په خبره فرانسه به همداراز اوکرایني پیلوټانو ته روزنه هم پیل کړي.

د فرانسې ولسمشر وروسته له هغه دا څرګندونې وکړې چې د اوکراین ولسمشر ولودویمیر زیلینسکي د نړۍ له مشرانو سره په ګډه د نورماندې د پېښې د اتیایمې کلیزې د نمانځلو لپاره فرانسې ته ولاړ.