ډبلیو‌ایف‌پي: د وروستیو سېلابونو له امله ۸۰ زره افغانان بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري

وروستیو سېلابونو په غور کې خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام یا "ډبلیو‌ایف‌پي" وايي چې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله ۸۰ زره تنه عادي ژوند ته د راګرځېدو لپاره بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د خوړو ادارې د افغانستان برخې پرون پنجشنبې پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې اغېزمنو ته د ضروري مرستې د چمتو کولو لپاره یې ۱۴.۵ میلیون ډالر په‌کار دي.

د افغانستان په وروستیو سېلابونو کې لږ تر لږه ۳۵۰ تنه مړه او سلګونه نور ټپیان شول.

ملګرو ملتونو ویلي چې د افغانستان په شمال، شمال ختیځ او لوېدیځ کې د سېلابونو له امله شاوخوا ۷زره ۸۰۰ کورونه ویجاړ شوي او یا هم زیانمن شوي دي.