اسراییلو په غزه کې د ملګرو ملتونو یو ښوونځی ویشتی؛ ۳۷ کسان وژل شوي

دا پناهځای، چې د غزې په مرکزي برخه کې د ناصرات په کمپ کې موقعیت لري، پخوا ښوونځی و او د فلسطینیانو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویې ادارې له لوري اداره کېده.

اسراییلو د پنجشنبې په ورځ په غزه کې د ملګرو ملتونو د یوه ښوونځي ودانۍ په نښه کړه.

د اسراییل پوځ وویل چې د دغه ښوونځي ودانۍ د حماس د سختدریځې ډلې کور و.

په غزه کې روغتیايي چارواکو وویل، د غزې تړانګې په مرکز کې پر یوه پناهځای باندې د اسراییلي پوځ په برید کې د ۵ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۳۷ تنه وژل شوي دي.

دا پناهځای، چې د غزې په مرکزي برخه کې د ناصرات په کمپ کې موقعیت لري، پخوا ښوونځی و او د فلسطینیانو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویې ادارې له لوري اداره کېده.

د ملګرو ملتونو د دې مرستندویې ادارې په ښوونځیو کې له تېرو اتو میاشتو راهیسي، چې په غزه کې جګړه روانه ده، د دې تړانګې ۲ میلیونه او ۳۰۰ زره بې ځایه شوي اوسي.

له بلې خوا د بې سرحده ډاکترانو د ټولنې د راپور له مخې د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو لږ تر لږه ۷۰ مړي او ۲۰۰ ټپیان چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي، د غزې مرکزي روغتون ته انتقال شوي دي.