ایران د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د مدیره پلاوي تازه پرېکړه‌لیک وغانده

په ویانا کې د اټومي انرژۍ نړیواله اداره

د ایران حکومت د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د مدیره پلاوي تازه پرېکړه‌لیک وغانده او له تهران یې غوښتنه کړې چې د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ له څارونکې ادارې سره خپلې تخنیکي همکارۍ ته دوام ورکړي.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مدیره پلاوي، چې ۳۵ هېوادونه یې غړي دي، پرون چهارشنبه د بریتانیا، فرانسې او جرمني له‌خوا وړاندې شوي پرېکړه‌لیک ته ۲۰ موافقې، دوې مخالفې او ۱۲ ممتنع یا سپینې رایې ورکړې.

دا هغه درې اروپايي هېوادونه دي چې په ۲۰۱۵م کال کې له تهران سره د اتومي تړون لاسلیکوونکي وو.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه اعلامیه کې دغه تازه پرېکړه‌لیک په کلکه غندلی او ویلي یې دي، د دغه پرېکړه‌لیک تصویب د مخکنیو ماتو شویو سیاستونو په دوام یو سیاسي او ویجاړوونکی اقدام ګڼي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې ایران د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره د تخنیکي همکاریو دوام ته ژمن دی.