غزه کې پر یوه ښوونځي د اسراییل برید؛ چارواکي: لږترلږه ۳۰ کسان وژل شوي

د اسراییل پوځ ویلي چې له دغه ښوونځي حماس چې متحده ایالات او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، د یوه مرکز په توګه کار اخیست.

د غزې روغتیایي چارواکي وایي، د غزې په مرکزي برخه کې پر یوه ښوونځي د اسراییل په برید کې لږترلږه ۳۰ کسان وژل شوي دي.

د اسراییل پوځ ویلي چې له دغه ښوونځي حماس چې متحده ایالات او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، د یوه مرکز په توګه کار اخیست.

د اسوشېټېډپرېس خبري آژانس د راپور له مخې د تېرې شپې دغه برید وروسته له هغې شوی چې د اسراییل پوځ اعلان وکړ چې د غزې په مرکزي برخه کې یې نوي هوایي او ځمکني عملیات پیل کړې دي.

یوې نړیوالې روغتیایي ډلې ویلي چې په سیمه کې د بریدونو له مله ډېر تلفات اوښتي دي.

د اسراییل پوځ نن پنجشنبې وویل چې جېټ جنګي الوتکو یې پر هغه ښوونځي برید کړې چې چارې یې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره سمبالوي.

د پوځ په وینا، د حماس او اسلامي جهاد سخت دریځو له دغه ښوونځي څخه پر اسراییلي ځواکونو د حملو د پلانولو لپاره د یوه پناه‌ځای په توګه کار اخیست.