بینېټ: د طالبانو له خوا د خلکو "ظالمانه او غیرانساني" سزاوې باید پای ومومي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر ریچارډ بینېټ

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر وایي، د طالبانو له خوا د هغه په ټکو د خلکو " ظالمانه او غیر انساني" سزاوې باید پای ومومي.

ریچارد بینېټ تېره شپه پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر په سرپل کې په عام محضر کې د لسګونه نرینه، ښځو او ماشومانو په دورو وهل، د هغو مکلفیتونو خلاف عمل بللی چې افغانستان یې د شکنجې د مخنیوي لپاره لري.

یوناما هم په یوه خبرپاڼه کې د طالبانو له خوا د دورو وهلو دغه ډله ییزه او علني سزا ورکونه غندلې ده.

د سې شنبې په ورځ، طالبانو د سرپل ولایت په یوه لوبغالي کې د ۱۴ ښځو په ګډون ۶۳ کسان په بېلابېلو تورونو د عامو خلکو په مخکې په دورو ووهل.

د بشري حقونو سازمانونو په ځلونو د طالبانو له لوري په عام محضر کې تورونو کسانو ته جسمي سزاوې غندلي او ورڅخه غوښتي چې دا ډول سزاوې پای ته ورسوي، خو طالبان وايي چې شریعت تطبیقوي او له دې ډول سزاوو لاس نه اخلي.