اماراتو ته د حقاني سفر غبرګونونه پارولي؛ مېلر: هېوادونه باید د طالبانو پر چارواکو د سفر بندیز رعایت کړي

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ویاند متیو مېلر

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر وایي، هېوادونه باید د طالبانو پر چارواکو د سفر بندیز رعایت کړي.

متحده عربي اماراتو ته د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د سرپرست وزیر د سفر په غبرګون کې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له هېوادونو غوښتي چې باید پر طالب چارواکو د سفر بندیزونو ته پام وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر پرون چهارشنبه د مې پنځمه ناوخته په یوه خبري غونډه کې په دې اړه د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: "هېوادونه باید د طالبانو د هغو چارواکو د سفرونو لپاره اجازه ترلاسه کړي چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لېست کې دي. د سفر د معافیت په اړه دغه اجازه د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې د ۱۹۸۸ پرېکړه‌لیک له مخې ورکول کېږي. د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه باید دغه بهیر ته پام وکړي."

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ په رسمي بهرني سفر متحده عربي اماراتو ته ولاړ او هلته یې د هغه هېواد له امیر شیخ زاید ال‌نهیان او نورو چارواکو سره ولیدل.

په دې اړه نور: د اماراتو ولسمشر د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سره لیدلي

دا پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلې واکمنۍ له پیل وروسته بهر ته د سراج‌الدین حقاني لومړنی رسمی سفر دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، دواړو لوریو د متقابلو ګټو او همکاریو د پراختیا پر لارو چارو او د سیمې له ثبات سره د مرستې په تړاو خبرې کړې دي.

نوموړي تېره ورځ په خپل ایکسپاڼه په یو بیان کې ویلي چې دغه شان د افغانستان د کورنیو چارو په وزارت کې د ترافیکو ډیجیټلي کېدل او د افغانانو لپاره د وېزو په ورکړه کې اسانتیاوې هغه موضوعات وو چې د اماراتو او د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر ترمنځ پرې هوکړې وشوې.

متحده عربي اماراتو ته د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني داسې مهال سفر کوي چې نوموړی لا هم د امریکا له‌خوا د تعقیب لاندې کسانو په ډله کې دی او پر سر یې لس میلیونه ډالره جایزه ایښودل شوې ده.

دغه جایزه لا هم د امریکا د عدلیې وزارت په ویبپاڼه کې په خپل حال پاتې ده.

Your browser doesn’t support HTML5

امریکا تر تعقیب لاندې سره سره سراج‌الدین حقاني ابوظبۍ ته سفر کړی

سراج‌الدین حقاني د حقاني په نوم د شبکې چې اوسمهال یې طالبان موجودیت ردوي، مشر پاتې شوی دی.

دغه شبکه د تېر جمهوري حکومت پر مهال د بېلابېلو بریدونو په ترسره کولو تورنه ده چې له امله یې سلګونه ولسي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د سراج‌الدین حقاني او ورسره پلاوي د دې سفر په اړه یې یو شمېر افغان کارپوهان بېلابېل نظرونه لري.

د سیاسي چارو کارپوه اسحاق اتمر په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "زه فکر کوم د حقاني سفر د امریکا چارواکو او نورو هغو هېوادونو په اجازې او مشورې ترسره شوی چې په دې برخه کې کار کوي او دا کولای شي د افغانستان په سفر کې یوه نوې دروازه پرانېزي."

د سیاسي چارو کارپوه اسحاق اتمر

د ديپلوماتیکو اړیکو کارپوه غوث جانباز بیا وايي، عربي اماراتو ته د حقاني دا سفر د دوحې درېیمې غونډې سره تړاو لري.

هغه وویل: "د حقاني سفر متحده اماراتو ته دا رسوي چې د دوحې درېیمې غونډې په درشل کې هغه تعامل ترلاسه شي چې د ټولو لورو ګټې په یو ترتیب خوندي پاتې شي او په افغانستان کې وضعیت د شته حاکمیت سره سره داسې تنظیم شي چې د دوی ګټې خوندي او له ګواښ سره مخ نه شي."

ټاکل شوې د دوحې درېیمه غونډه د جون مياشتې له ۳۰مې د جولای تر لومړۍ نېټې په قطر کې د افغانستان لپاره د هېوادونو او سازمانونو د ځانګړو استازو په حضور کې جوړه شي چې طالبانو ته هم په کې د ګډون رسمي بلنه ورکړل شوې ده.

له عربي اماراتو سره د طالبانو حکومت ناستې دا مهال دي چې د نړۍ هېڅ هېواد تراوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او د دې حکومت په رسمیت پېژندل یې د یوه ټولګډونه حکومت پر رامنځته کولو او د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو د حقونو پر تامینولو مشروطه کړی دی.

خو بیا هم یو شمېر هېوادونو د طالبانو حکومت سفیران په خپلو هېوادونو کې منلي او یو شمېر هېوادونه بیا د دوی د حکومت له چارواکو سره کله ناکله لیدنې کتنې ترسره کوي.