طالبانو په پنجشېر کې دوه کسان په درو وهلي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د پنجشېر ولایت موقعیت

طالبانو په پنجشېر کې دوه کسان په درو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې ویلي چې یو سړی او یوه ښځه د نامشروع جنسي روابطو په تور پرون په درو ووهل شول.

د درو وهلو دا حکم په عام محضر کې پلی شوی دی.

طالبانو پرون په سرپل ولایت کې تر ۶۰ ډېر کسان په درو ووهل.

د دې پېښې په تړاو د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بینېټ نن په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې په عام محضر کې د نارینه‌وو، ښځو او ماشومانو وهل یوځل بیا غندي او باید د دا ډول سزاګانو مخه سمدستي ونیول شي.