اسراییل د حماس پر ضد د نویو پوځي عملیاتو اعلان کړی

اسراییلي پوځیان په غزه کې د عملیاتو پر مهال

اسراییل نن چهارشنبه په غزه کې د حماس پر ضد، چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، د نویو پوځي عملیاتو اعلان کړی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د اسراییل پوځ ویلي، جېټ الوتکو يې په مرکزي غزه کې د حماس پټنځایونه په نښه کړي او ځمکنیو ځواکونو یې په البوریج او دیر البلح سیمه کې عملیات کړي دي.

د حماس پوځي څانګې ویلي چې دوی هم له اسراییلي ځواکونو سره جګړه کړې او پر هغوی یې د ټاک ضد توغندي توغولي دي.

په غزه کې روغتیایي سرچینو ویلي، له پرون سه‌شنبې راهیسې تراوسه د اسراییلي ځواکونو په بمبارۍ کې ۴۴ تنه وژل شوي دي.

په دیر البلح کې عیني شاهدانو ویلي، تېره ټوله شپه یې د بمباریو غږونه اورېدلي دي.

له غزې د تازه جګړو راپورونه داسې مهال ورکول کېږي چې ټاکل شوې امریکایي او قطري منځګړي دغلته د اوربند په هدف بیا سره جرګه شي.