د خپلواکو کارپوهانو یوه ډله: د غزې په شمال کې احتمالا قحطي روانه ده

د غزې له شماله د خلکو د وتلو یو انځور

د خپلواکو کارپوهانو یوې ډلې خبرداری ورکړی چې د غزې په شمال کې احتمالا قحطي روانه ده، خو دا ډله وايي، په غزه کې روانه جګړه او د بشري مرستو پر ډلو محدودیتونه د دې موضوع د ثبوت لپاره د معلوماتو راټولول ناممکن کوي.

د قحطۍ د خبرداري سیستم د شبکې په نوم دې ډلې پرون وویل چې که قحطي راغلې هم نه وي، خو ناممکنه نه ده.

په غزه کې جګړه د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر په اوومه وروسته له هغه پیل شوه چې حماس ډلې پر اسراییلو برید وکړ، ۱۲۰۰ اسراییلیان یې ووژل او شاوخوا ۲۴۰ نور یې برمته کړل.

امریکا او اروپايي ټولنې حماس د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني.

په غزه کې د مرګونې لوږې په اړه اندېښنې په وروستیو څو میاشتو کې زیاتې شوې دي.