زیلینسکي: اوکراینی پوځ به پر روسیې د اوږدو واټن ویشتونکو ډرونونو حملو ته دوام ورکړي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پرون ژمنه وکړه چې د دې هېواد پوځ به د روسیې د تاسیساتو د کمزوري کولو لپاره پر دې هېواد د اوږدو واټن ویشتونکو ډرونونو حملو ته دوام ورکړي.

زیلینسکي بېګا په خپله ویډیويي وینا کې په جګړه کې د لیرې واټن ویشتونکو بې پیلوټه الوتکو د کارولو له کبله د اوکرایني ځواکونو ستاینه وکړه.

هغه زیاته کړه چې په روانه جګړه کې دا ثابته شوې چې په خاص ډول بې پیلوټه الوتکې یا ډرونونه ښه نتیجه ورکوي.

زیلینسکي یادونه وکړه چې د بې پیلوټه الوتکو کارول باید دوام وکړي او ژمنه یې وکړه چې د دې وسلې تولید به زیات شي.