د کرکټ بورډ کارکوونکو او لوبغاړو له سېلاب ځپلو سره څه باندې دوه میلیونه افغانۍ مرسته کړې

د غور سېلاب ځپلي

د کرکټ بورډ کارکوونکو او د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې غړو په افغانستان کې له سېلاب ځپلو کورنیو سره د دوه میلیونه او ۲۷۰زره افغانیو مرسته وکړه.

د افغانستان ملي تلوېزیون چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، د سه شنبې په ورځ جون ۴مه د ښار جوړونې وزارت په حواله خبر ورکړ چې دغه مرسته د طالبانو د ریاست الوزرا له‌خوا د ټاکل شوې کمېټې مشر حمدالله نعماني ته سپارل شوې ده.

د وروستیو سختو بارانونو او توپانونو په پایله کې د افغانستان د بېلابېلو سیمو ګڼ شمېر اوسېدونکي سخت زیانمن شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.