ملګرو ملتونو په لوېدیځه تړانګه کې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ په لوېدیځه تړانګه کې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې په غزې تړانګه کې د جګړې له پیل راهیسې لږ تر لږه ۵۰۵ فلسطینیان د اسراییلو، نورو امنیتي ځواکونو او اسراییلي ښارګوټ مېشتو له‌خوا وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک وايي، دا د درک وړ نه ده چې د اکټوبر له اوومې راهیسې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې تر ۵۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، ولکر ترک د سه شنبې په ورځ جون ۴مه په یوه بیان کې پر اسراییلو په انتقاد سره وویل چې شاوخوا اته میاشتې مخکې د غزې په تړانګه کې د جګړې له پیل راهیسې لږ تر لږه ۵۰۵ فلسطینیان په لوېدیځه غاړه کې د اسراییلي پوځیانو، دغه هېواد نورو امنیتي ځواکونو او اسراییلي ښارګوټ مېشتو خلکو له خوا وژل شوي دي.

فلسطیني چارواکو په لوېدیځه غاړه کې د وژل شویو کسانو شمېر لږ تر لږه ۵۲۳ یاد کړی دی.

ولکر ترک دا هم ویلي چې په دې موده کې په لوېدیځه غاړه کې د نښتو او یا هم د فلسطینیانو د ادعاوو له امله د اسراییلو د اتو پوځیانو په ګډون له شلو ډېر اسراییلیان وژل شوي دي.

د ولکر ترک په وینا: "په تېرو اتو میاشتو کې په اسراییلو او بیا د غزې تراړې غمجنې پیښې بس نه وې چې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې هم خلک هره ورځ د بېساري وینې تویولو سره مخ کېږي."

غزه کې د روانې جګړې یو انځور

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، اسراییل په چټکۍ سره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنر ولکر ترک دغه اعلان غندلی او د تېر کال د اکټوبر په اوومه یې د حماس ډلې برید ته اشاره کړې چې له امله یې ۱۱۹۴ کسان وژل شوي چې ډېری یې ولسي وګړي وو.

د حماس جنګیالیو ۲۵۱ تنه یرغمل هم نیولي وو چې ۱۲۰ تنه یې په غزه کې پاتې او ۴۱ تنه یرغمل وژل شوي دي.

حماس د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا د یوه تروریستي سازمان په توګه پېژندل شوی دی.

د غزې د عامې روغتیا وزارت چې حماس یې کنټرولوي راپور ورکړی چې د اسراییلي ځواکونو په ځوابي بمباریو او ځمکنیو بریدونو کې تر اوسه په غزه کې ۳۶۵۵۰ کسان وژل شوي چې ډېری یې ولسي وګړي، ښځې او ماشومان دي.

د غزې په تړانګه کې د تاوتريخوالي د زياتوالي له امله د اسرایيلو تر اشغال لاندې لوېديځه غاړه کې ناکراري رامنځته شوې او وخت په وخت په دغه سيمه کې د نښتو او مرګ ژوبلو راپورونه ورکول کېږي.