امریکا له امنیت شورا غوښتي څو په غزه کې د جګړې د پای لپاره د بایډن د پلان ملاتړ وکړي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې غونډې انځور

امریکا د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ولسمشر جوبایډن د پلان ملاتړ وکړي.

د بایډن پلان چې درې پړاوونه لري د دې نژدې اته میاشتنۍ جګړې د پای ته رسېدو، د ټولو برمته‌وو د خوشې کېدو او جګړه ځپلې غزې ته د پراخو بشري مرستو د استولو غوښتنه کوي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لیندا توماس ګرینفیلډ پرون وویل چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د بایډن د طرحې مسوده د امنیت شورا ټولو ۱۴ غړو ته سپارل شوې ده.