د اسراییل پوځ د څلورو نورو یرغملو مړینه اعلان کړه

په غزه کې اسراییلي سرتېري د عملیاتو پر مها

د اسراییل پوځ نن څلور نور اسراییلي وګړي چې د اکټوبر د اوومې د برید پرمهال یرغمل شوي وو، مړه اعلان کړل.

د اسراییل د پوځ ویاند دانیل هاګاري وویل چې دا کسان مخکې وژل شوي وو، خو مړي یې سرتېرو په خان یونس کې د عملیاتو پر مهال وموندل.

په دې څلور کې هغه درې سپین ږیري هم شامل دي چې حماس ډلې یې د خلاصون ویډیو خپره کړې وه.

ګومان کېږي چې شاخوا اتیا تنه اسراییلي وګړي به لا هم له حماس سره چې امریکا او اروپايي ټولنې یې تروریستي ډله ګڼي برمته وي.

تمه ده چې نننی اعلان به د اسراییلو پر حکومت فشارونه زیات کړي څو په غزه کې د اوربند لپاره د امریکا د سولې هغه پلان ومني چې د عملي کېدو په صورت کې یې اسراییلي برمته هم خوشې کېدای شي.