کابل د چین له سفیر سره د نیکلاس لیدنه؛ د اړیکو او همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار شوی

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازی توماس نیکلاسن

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي توماس نیکلاسن په کابل کې د چین له سفیر سره لیدلي.

د چین سفارت پرون په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې له افغانستان سره د دوه اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو او همکاریو په زیاتولو او پیاوړتیا باندې ټينګار شوی دی.

د اروپايي ټولنې استازي داسې وخت د چین له سفیر سره لیدلي چې د افغانستان لپاره په دوحه کې د ځانګړو استازیو تر غونډې مخکې د اجماع د رامنځته کولو په هدف سیمه‌ییزو او نړیوالو هڅو زور اخیستی.

نیکلاسن تر دې مخکې د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او په کابل کې د ایران د سفارت له چارواکو سره هم لیدلي.