ګروسي: د زاپوریژیا په اټومي بټۍ کې د کار بیا پیل ښايي خطرناک کار وي

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر وايي چې د اوکراین د زاپوریژیا په اټومي بټۍ کې د کار بیا پیل ښايي خطرناک کار وي.

زاپوریژیا هغه سیمه ده چې پر اوکراین د روسیې د یرغل په لومړیو کې د روسي ځواکونو لاس ته ولوېده.

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې IAEA مشر رافایل ګروسي نن وویل په زاپوریژیا کې وضعیت کړکېچن دی او د دې بټۍ د فعالیت بیاپیل به خوندي نه وي.

ګروسي زیاته کړه چې د دې بټۍ د خوندیتوب او امنیت ټول اووه عناصر یا پوره یا په یوه ډول سره زیانمن شوي دي.

د اوکراین د جګړې دواړو ښکېلو خواوو پر یوبل تور لګولی چې د زاپوریژیا اټومي تاسیساتو ته یې د توغندیو او ډرونونو په حملو کې زیان اړولی دی.