د قزاقستان ولسمشر د طالبانو نوم د تروریستي ډلو له نوملړه ایستلی

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف وايي چې د طالبانو نوم یې د تروریستي ډلو له نوملړ څخه ایستلی دی.

د ازادي راډیو قزاقي څانګه راپور ورکوي چې توقایف دا پرېکړه نن د ډله ییز امنیت د تړون د غړو هېوادو په غونډه کې اعلان کړه.

د راپور له مخې د قزاقستان ولسمشر ویلي چې هېواد یې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان سره د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پراختیا ته په پام سره دا پرېکړه کړې ده.

د قزاقستان سترې محکمې د ۲۰۰۵ کال په مارچ میاشت کې طالبان د یوې تروریستي ډلې په توګه وپېژندل او د دې هېواد په قلمرو کې یې طالبان او له هغو سره همکاري ممنوع اعلان کړل.

له دې مخکې روسي چارواکو ویلي و، چې د تروریستي ډلو له نوملړ څخه د طالبانو د ایستلو په اړه غور کوي.