ملګري ملتونه: په افغانستان کې مو له څه باندې ۶۵زره سېلاب ځپلو سره مرسته کړې

په بغلان کې سېلاب ځپلي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې یې له څه باندې ۶۵زره سېلاب ځپلو سره مرسته کړې ده.

د غويي یا ثور میاشتې له ۲۱مې د افغانستان شمال ختیځ، شمال، شمال لوېدیځ او لوېدیځ ولایتونه تر سختو اورښتونو وروسته د سېلابونو بهېدلو شاهدان وو چې سلګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

د خوړو نړیوال پروګرام نن په خپله ایکس­پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې دوی په راروانو اوو میاشتو کې په سېلاب ځپلو سیمو کې د کورنیو د لاسنیوي لپاره ۱۴نیم میلیون امریکايي ډالرو ته اړتیا لري، څو دغه کورنۍ وکړای شي خپل معیشت بېرته احیا کړي.

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف هم نن په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې وروستیو سېلابونو په افغانستان کې ماشومانو ته فوري او دوامداره خطر پېښ کړی دی.

دغې ادارې د اقلیمي بدلون په وړاندې د مقابلې لپاره د نورې پانګونې غوښتنه کړې چې هم له طبیعي افتونو د ماشومانو د خوندیتوب سبب شي او هم هغه اساسي خدمات پیاوړي شي چې دغه ماشومان ورباندې متکي دي.