د زلزلې ټکانونو نن سهار د جاپان د مرکز په شمالي برخه کې ایشيکاوا ساحه ولړزوله، په دې ځای کې د جنورۍ میاشتې پر لومړۍ نېټه هم زلزلې زیانونه اړولي وو.
خو د نننۍ زلزلې د زیانونو اندازه زیاته ده.
د جاپان د جیولوژیکي سروې ادارې نن ویلي، د ریښتر په مقیاس ۵ اعشاریه ۹ درجې دغې زلزلې په نوتو ټاپووزمه کې ځینې ساحې ولړزولې چې وروسته د دوو ساعتونو لپاره د ۴ اعشاریه ۸ درجې نورو زلزلو ټکانونه حس شول.
د څونامي توفان د راوتلو خبرداری نه دی ورکړل شوی.
په واجیما ښار کې پنځه کورونه چې د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د زلزلې ټکانونو زیانمن کړي وو نړېدلي، خو د نورو لویو ویجاړیو او مرګژوبلې راپور نه و ورکړل شوی.