د روسیې جنوب کې چاودنه؛ د ولسوالۍ مرستیال وژل شوی او درې نور چارواکي ژوبل دي

بلګورود کې د ډرون حملې له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

د اوکراین پولې ته څېرمه د روسیې په جنوب کې د بلګورود والي وايي، د دغه ځای د یوې ولسوالۍ مرستیال اګور نیچي­پورینکو په چاودنه کې وژل شوی او درې نور چارواکي برسېرن ژوبل شوي دي.

والي ویاچیسلاف ګلادکوف نن یکشنبه د ټلګرام په یوه پیغام کې ویلي چې دغه چاودنه په کوروچانسکي سیمه کې شوې، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

هغه ویلي، شپږ نور ملکیان چې په شیبکینو سیمه کې یې سفر کاوه په جلا راکټي حمله کې ټپیان شوي دي.

د ازادې اروپا/اروپا ازادۍ راډیو نه شي کولای دغه راپورونه په بې پرې ډول تایید کړي. په همدې حال کې د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د بلګورود او کورسک سیمو پر فضا یې تېره شپه د اوکراین دوې بې پېلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.

دغه وزارت ویلي چې بله بې پېلوته الوتکه پر ازوف سمندرګي نسکوره کړای شوې ده.

د اوکراین چارواکو په دې باب څه نه دي ویلي.