زیلینسکي: د امریکا دفاع وزیر سره مې د اوکراین د دفاعي اړتیاوو په اړه خبرې وکړې

د عکس ښي لور ته د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر لوېډ اسټین او چپ لور ته د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي د روغبړ پر مهال

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي نن یکشنبه ویلي چې د امریکا د متحدو ایالتونو له دفاع وزیر لوېډ اسټین سره یې د خپل هېواد د دفاعي اړتیاوو په باب خبرې وکړې.

دواړو لوریو په سینګاپور کې د شانګري­لا ډیالوګ د امنیتي غونډې په څنډه کې سره کتلي دي.

زیلینسکي په ټلګرام کې لیکلي چې په دې کتنه کې یې د کییف پر دفاعي اړتیاوو، د اوکراین د هوايي مدافع دستګاوو پر پیاوړتیا، دغه راز د کییف او واشنګټن ترمنځ د دوه اړخیز امنیتي تړون پر چمتووالي بحث وکړ.

د اوکراین ولسمشر له اوږدې مودې له خپلو لوېدیځو شریکانو د خپل هېواد لپاره د نورو پوځي مرستو غوښتنه کړې چې د روسیې د غیرموجه یرغل پر وړاندې په دفاع کې ورته اړتیا ده.