"آی‌او‌ایم" په ننګرهار کې د یو روغتیايي کلینیک د جوړېدو خبر ورکړ

ارشیف

د مهاجرت نړیوال سازمان یا "آی‌او‌ایم" په ننګرهار ولایت کې د یو روغتیايي کلینیک د جوړېدو خبر ورکوي.

"آی‌او‌ایم" پرون پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي دي چې دا کلینیک د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ جوړ شوی او له پاکستانه په دې وروستیو کې د راستنو شوي کډوالو په ګډون د غازي کلي ۶ زره کورنۍ به ګټه ترې پورته کړي.

بیان زیاتوي چې د همدې کلینیک په زړه ودانۍ کې به د ورځې د ۴۰ او ۵۰ ترمنځ ناروغانو درملنه کېدله، خو د نوې ودانۍ له جوړېدو وروسته دې کلینیک ته شاوخوا ۱۵۰ ناروغان مراجعه کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان یا "ډبلیوایچ‌او" ویلي چې سږ کال به د افغانستان د روغتیايي سیستم لپاره له ننګونو ډک کال وي.

د دغه سازمان په وینا، اقتصادي ستونزې او د روغتیا په سکټور کې د پانګونې کموالی د افغانستان د روغتیايي سیسټم پر وړاندې تر ټولو لویې ننګونې دي.