ایران: طالبان دې د دیپلوماتانو په ګومارنه کې د منل شویو اصولو په اساس چلند وکړي

په ایران کې د افغانستان سفارت چې د چارو کنټرول یې طالبانو ته سپارل شوی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، تهران د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو تمه لري چې په مشهد کې د افغان کونسلګرۍ د کارکوونکو هر ډول بدلون او تبدیلي د منل شویو نړیوالو میتودونو پر اساس وکړي.

د ایران د مهر خبري اژانس د راپور له مخې، ناصر کناني د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې د افغانستان د مشهد په کونسلګرۍ کې د بدلونونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې په دې کونسلګرۍ کې هر ډول بدلون باید د کونسلګریو داړیکو په باب د ویاینا د ۱۹۶۳ کال د کنوانسیون د پر بنسټ وي.

ده زیاته کړه چې دا موضوع یې په بېلابېلو ډولونو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو تر غوږنو رسولې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې داسې راپورونه خپاره شول چې په مشهد کې د افغانستان د پخواني حکومت جنرال کونسل عبدالجبار انصاري د طالبانو له خوا له دندې ګوښه شوی او پر ځای یې بل کس ټاکل شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ایران د نورو هېوادونو په څېر لا تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. خو له دې سره سره ایران یو له هغو څو هېوادونو څخه دی چې له طالبانو سره نژدې اړیکې لري او د طالبانو ډیپلوماتان یې منلي دي.