د افغانستان په ځینو سیمو کې د اوبو کچې د لوړوالي او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی

وروستیو سېلابونو په بغلان کې خلکو ته ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت نن، سبا او بل سبا د افغانستان د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د اوبو کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري آژانس د راپور له مخې دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغو ناڅاپي ورښتونو او سېلابونو ډېر اټکل د پنج آمو او کابل سينديزو حوزو کې شوی دی.

له خبرپاڼې سره سم د سېلابونو او اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د بدخشان، تالقان، بغلان، پنجشېر، غوربند، کونړ او لغمان سيندونو پر لاره او د دې سیمو د ځینو ځایونو په سېلابونو کې شته.

د دغو سیندیزو حوزو په غاړو کې له هستوګنو غوښتنه شوي چې د ځان او د خپلو کورنیو د ساتنې لپاره دې له احتیاطه کار واخلي او هم دې نور له خطرونو خبر کړي.

د افغانستان په یو شمېر سیمو په تېره شمال حوزه کې وروستیو سېلابونو خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.