ترکي رسنیو ویلي، دغه هېواد له افغانستان سره هغه تړون ځنډولی چې له مخې یې د سیاسي پاسپورټ لرونکي افغانان له ویزې معاف و.
دغو رسنیو پرون چهارشنبه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د یوه فرمان په حواله دغه راپور خپور کړی چې په انقره کې د افغانستان سفارت هم تایید کړی دی.
دا چې ترکیې ولې دغه اقدام کړی او هلته پر مېشتو پخوانیو افغان چارواکو به یې اغېز څه وي، همدا پوښتنې د ازادي راډیو خبریال اسدالله لودین د چارو له شنونکي او د امریکا د ویکسانسن پوهنتون له استاد نجیب ازاد نه کړي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5