افغان سېلاب ځپلو مېرمنو ته د بېړنیو روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو خبر ورکړل شو

د بغلان د وروستیو سېلابونو له کبله زیانمنې مېرمنې او ماشومان

د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق په افغانستان کې د سېلابونو زیانمنو ښځو او نجونو سره د بېړنیو روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو خبر ورکوي.

دې صندوق پرون چهارشنبې په یوه بیان کې ویلي چې د دې صندوق په ملاتړ په افغانستان کې ۲۱۶ ګرځنډه روغتیایي ټیمونه فعال دي او په کلیوالو سیمو او هغو سیمو کې چې لاسرسی ورته ګران دي، ښځو او نجونو ته د بېړني زېږون او رواني ملاتړ په برخو خدمات وړاندې کوي.

د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق ویلي، په بغلان ولایت کې چې هلته وروستیو سېلابونو ډېره وراني پېښه کړې، په اوس وخت کې یې څلور روغتیایي ټیمونه فعال چې په هر ټیم کې یو ډاکتر، یو نرس، یوه قابله، یو واکسیناتور او د درملو یو متخصص شامل دي.

په عین حال کې د افغانستان لپاره د سره صلیب نړیوالې کمېټې پرون چهارشنبې په خپله ایکس‌پاڼه له افغاني سرې میاشتې سره په ګډه په بغلان کې له سېلاب ځپلو سره د بېړنیو روغتیایي خدمتونو او موقتې سرپناه د برابرولو خبر ورکوي.

خو د دې کمېټې په وینا، په بغلان کې د سېلابونو زیانمنې زر کورنۍ سخت بشري مرستو ته اړې دي.