اسراییل د نړیوالو له نیوکو وروسته هم پر رفح بریدونو ته دوام ورکړ

د رفح ښار یوه څنډه

وروسته له دې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا بېګا په رفح کې د هغه برید په اړه چې د نړیوالو سخت غبرګونونه یې وپارول بحث وکړ، اسراییلو نن د غزې په دې جنوبي ښار کې نورې حملې وکړې.

د حماس ډلې پرضد په عملیاتو کې د ملکي وګړو د تلفاتو په اړه د نړیوالو له اندېښنو سره سره د اسراییلو د پوځي عملیاتو د بدلون هېڅ نښې نښانې نه ښکاري او په غزه کې د اوربند لپاره د نړیوالو هڅې بې نتیجې پاتې دي.

امریکا او اروپايي ټولنه حماس د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني.

د امریکا ولسمشر جوبایډن په رفح کې د پراخو عملیاتو په اړه اسراییلو ته خبرداری ورکړی، خو د بایډن ادارې پرون ټینګار وکړ چې اسراییلو تراوسه له خپلو حدودو څخه پښه نه ده غځولې.