د ازادي راډیو ګرجستاني برخه به خپل فعالیت ته دوام ورکړي

د ازادي راډیو د ګرجستاني برخې لوګو

د ازادې اروپا/ازادي راډیو مشر، وايي چې د دې راډیو د ګرجستان سرویس به د ګرجستان لپاره د خپلواکو خبرونو له رسولو شاته نه شي.

کاپس دغه څرګندونې د سه شنبې په ورځ (می ۲۸) وروسته له هغه کړي چې د ګرجستان پارلمان د دغه هېواد د ولسمشر د ویټو په لغوه کولو سره د «بهرنیو اجنټانو» قانون تصویب کړ.

سټیفن کاپس پرون په یوه بیان کې وویل چې همدا لامل دی چې په لسګونو زره ګرجستانیان د دغه قانون پر ضد د مظاهرو لپاره سړکونو ته راوتلي دي. هغه ویلي دغه خطرناک نوی قانون «د روسیې قانون» دی.

د کاپس په وینا، د ګرجستان د "بهرنيو استازیو/اجنټانو" قانون، لکه د روسیې په څېر، د بیان د آزادۍ غلي کولو، دیموکراتیکو ارزښتونو ته زیان رسولو او د استبدادي رژیم په لور د شاتګ په خاطر جوړ شوی.

سټیفن کاپس دا هم وویل چې د آزادې اروپا/ازادي راډیو به د پخوا په پرتله اوس زیات د خبرونو رسولو ته دوام ورکړي ځکه د هغه په وینا ژورنالېزم جرم نه دی.