پوتین: د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان سره اړیکې جوړوو

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

وروسته له دې چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د روسیې له تور فهرست څخه د طالبانو ایستلو ته لېوالتیا وښوده ولسمشر ولادیمیر پوتین نن وویل، روسیه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان سره اړیکې جوړوي.

ښاغلي پوتین د یوه مشروع دولت په توګه طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې او له تور فهرست څخه د طالبانو د ایستلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې روسیه باید د افغانستان نظریات په پام کې ونیسي او له دې هېواد سره اړیکې جوړ کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف پرون طالبان د افغانستان واقعي ځواک وبلل او ویې ویل، مسکو ښايي طالبان د هغو ډلو له لیسته وباسي چې مسکو بندیزونه پرې لګولي دي.

د تاس خبري آژانس د خبر له مخې، د روسیې د کابینې غړو ولسمشر ولادیمیر پوتین ته سپارښتنه کړې چې طالبان د بندیزونو له لسته وباسي.

روسیې له ۲۰۰۳م کال راهیسې طالبان د ترهګرو او ممنوعه ډلو په نوملړ کې شامل کړي دي.

د راپورنو له مخې، مسکو طالبانو ته بلنه ورکړې چې راتلونکې میاشت په سانت پیترزبورګ کې په یوه اقتصادي غونډه کې ګډون وکړي.

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د امریکایي ځواکونو تر وتلو او پر افغانستان له واکمنېدو وروسته تراوسه هم د نړۍ د هېڅ هېواد له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی.