په سېلاب ځپلو سیمو کې د سرپناه او روغتیایي خدمتونو له نشتوالي شکایتونه

په غور کې یوه سېلاب ځپلې سیمه

سره له دې چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو په ځانګړې توګه بغلان غور او فارياب کې له ویجاړونکو سېلابونو شاوخوا يوه اونۍ تېرېږي ظاهراً د ځینو سېلاب ځپلو لومړنۍ او بنسټیزې اړتیاوې لا هم نه دي پوره شوي.

په دغو ولايتونـو کې یو شمېر سېلاب ځپلي وايي چې له وروستيو سېلونو وروسته يې وضيعت ښه نه دى او بېړنۍ سرپناه، خوراکي توکو او جامو ته اړتيا لري.

د بغلان ولايت د فلول کلي اوسېدونکى رحمت الله چې ورور يې د وروستيو سېلابونو له امله مړ شوى، وايي تر اوسه هره ورځ مرستې ور رسېږي، خو دوى تر هرڅه ډېر سرپناه ته اړتيا لري.

"خلک بې کوره دي، په خېمو کې ژوند کوي، هوا ګرمه ده، مياشې او ناروغۍ ډېرې دي، خلک کالي او خوراک ته اړتیا لري، درمل ته اړتیا لري. د اوبو کانالونه باید جوړ شي، ځکه د څښاک پاکې اوبه نشته."

د فاریاب د المار ولسوالۍ اوسېدونکي شکیب په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"هغومره مرسته نه ده شوې، څومره چې د خلکو اړتیا ده، ډېری خلک د خپلو کورونو د بیارغولو لپاره نغدو پیسو ته اړتیا لري، سرپناه ته اړتیا لري، همدا راز د ولسوالۍ له مرکزه نيـولې تر ولایت پورې لارې په بشپړ ډول خرابې شوي، موټر اصلا پرې تګ راتګ نه شي کولای. که ناروغان ولرو، له ستونزو سره مخېږو"

د غور ولایت د دره ى شیخ ها اوسېدونکی ظریف بیا ادعا کوي چې له دوی سره تر اوسه بنسټیزې او لومړنۍ مرستې نه دي شوي.

"خلک اوس نغدو پیسو ته اړتیا لري ځکه ځینې خوراکي توکي چې خلکو ته ویشل شوي تاريخ تېري او مرسته شوې جامې ټولې نیلامي دي چې د کارول کېدو وړ نه دي، دلته د څښاک اوبه نشته خلک نشي کولى اول د نیلام جامې پرمينځزى بيا يې وکاروي."

دغه سېلاب ځپلي ، له بنسټونو او دولت څخه د مرستو هيله لري، څو بېرته خپل عادي ژوند ته ستانه شي.

سېلاب ځپلي وایي چې مرستندویان دې د دوی لومړیتوبونو ته په کتو سره اساسي مرستې ورسره وکړي

په همدې حال کې اروپايي ټولنې د دوشنبې په ورځ سېلاب ځپلو ته د ۲۰۰ زره یورو د مرستې په اړه په یوې اعلاميه کې ویلي چې دغو سېلابونو زرګونه کورونه ویجاړ کړي او ډېر شمېر کسان یې بې کوره کړي دي.

يادې ټولنې، ويلي چې دا مرسته به د افغانستان په شمالي، لوېدیځو او ختیځو ولایتونو کې ۲۸ زره زیانمن شوي کسانو باندې ووېشل شي.

د اروپايي ټولنې په خبره دغه مرستې د روغتيايي خدمتونو، سرپناه، د ژوند د لومړنيو اړتياوو لکه: کمپلې، د کور او پخلنځي توکي او نغدو مرستو په برخو کې ورکړل شي.

د مې میاشتې په پیل کې دغې ټولنې په افغانستان کې د سېلابونو له زيانمنو سره شاوخوا ۴۰۰ زره یورو مرسته کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړیوال پروګرام "ډبليو اف پي" تېره اوونۍ په یوه راپور کې ویلي و چې د وروستیو سېلابونو د ۸۰ زره قربانیانو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۱۴.۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق "یونیسف"د تازه شمېرو له مخې چې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ خپرې شوي، د مې مياشتې له ۱۰ څخه تر ۱۷ مې نېټې پورې په بېلابېلو ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۴۴۹ تنه مړه شوي او ۱۷۱۸ نور ټپیان شوي دي.

د بغلان، غور او فارياب په ګډون په بېلابېلو ولايتونو کې له لسو زرو څخه زيات کورونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر "اوچا"د روان کال په پیل کې ویلي وو چې سږ کال نږدې ۲۴ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د وروستیو راپورونو له مخې، د سېلابونو او نورو طبیعي پېښو په ګډون له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو جبري ايستل په وروستیو میاشتو کې دغه اړتیاوې نورې هم زیاتې کړي دي.